كله چې په پېښور، كابل، كراچۍ، نوی ډيلی، بغداد او ماډرېډكښې د يو دين يا مذهب تر نامې لاندې يو بم چاودول كیږی نو د كومو كسانو په شونډو مسكا خوریږی؟ په يقينی توګه د هغو كسانو په شونډو چې د نړۍ چاپېره ته په ریډيكل نظر سره ګوری، كه څه هم كېدې شی لويدیځوال ادعا وكړی چې د مسيحی بنياد پرستۍ دروه ختمېدونكې ده او مسيحی وطنپاله كسان اوس په ډېموكرېټك او مودبانه كلتور سره يو څنګته ژوندتېروی او له بمونو او وسلو سره كار نه لری او دا افراطی او شدت پسند مسلمانان دی چې كوشش كوی په چاودنو سره اسلام برامد كړی.
خو حقيقت دا دے چې ریډيكل ازم په هر مذهب كښې شتون لرلې شی او نېشنلرم هم د نسل پرستۍ په محوريت سره نه يوازې خاموشه شوے نه دے بلكې كله كله د ناروے د قتل عام د واقعې په شان سر راوباسی چې ټول خلق د قتل عام د عامل ((سلام هېټلر)) په شان نړيوال نټ وركونه د نسل پرستۍ د سېمبول په توګه په خپله اصلی څېره كښې ووينی. ځكه چې پكار دی د دهشتګردۍ د هر قتل عام له اورېدو نه پس د مسلمانانو بدنونه ولړزیږی او هغوی ته د تور ګوته ونيسی.
په داسې حال كښې چې اكثرمسلمانان په ورځ كښې پينځۀ ځل د خالق په درګاه كښې نمونځ ادا كوی او د نورو انسانانو په شان هیڅ كله د انسانانو په قتل عام باندې په هیڅ منطق سره نۀ خوشحالیږی بلكې مسلمانان له نورو نړيوالو سره يو شان په بشری احساساتو كښې د دغو ليون ډوله اقداماتو په غندلو كښې لګيا دی.
هغه كسان چې بن لادن او القاعده تائيدوی او يا د طالبانو د ډلې د خشونت او تشدد نه په ډكو اقداماتو او د هغوی په ریډيكل تفكراتو باندې د تائيد مهر وهی د رېډيكل عيسائيانو په شان د اسلامی نړۍ يو لږه برخه تشكيلوی چې حتی د اسلامی نړۍ ټولنو ترمېنځ هم څه حېثيت نۀ لری او حتی كه حكومتونو ته ورسی نو له خپلو خلقو سهر هم داسې سلوك كوی.
نن سبا د سائېنس او ټېكنالوجۍ او د ډله ايزو ارتباعی چېنلونو په بركت د مسلمانانو مقدس كتاب قران شريف، اصلی سرچينو او د خداے دګران رسول (ص) له مسكا نه ډك اخلاق د اخلاقو او د هغو د لرونكو له زاويو څخه پېژندل كېدې شی. نو ځكه د بم هر چاودنه او د بې ګناه خلقو قتل عام يوازې د بيمار ذهنونو خاوندان، ناپوهه، جاهلان، تفرقه اچوونكی او د ناولو عملياتو د كوټو عاملان خوشحالوی چې ګمان كوی په خپل هر حركت سره د مسلمانانو بېداری ځنډوی. هغه څه چې هغوی ته شريعت حكم كوی يقيناً د عقلانيت په بنياد دی او هر څوك چې له دغو دوو رشتو څخه خارج شو نو په يقين سره توحيدی ماهيت نه لری.
د مسلمان په نامې سره القاغده او افراطی او اورپكی كسان د اسلامی امت په مېدان كښې د يو لوے خنډ په توګه په خپلو له تشدد نه په ډكو حركتونو سره په يقين سره د اسلامی بېدارۍ ځوانانو له ځانه بېزاروی خو د عقلانيت په مېدان كښې د مسلمانانو هوښياری او بېداری نوره هم زياتوی.
1012892