د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې دغه غونډه چې د ((الوسطيه)) مركز چې په روس كښې د زدكړې او يو علمی مركز دے او همدارنګ د دغه هېواد د مسلمانو ښځو د تنظيم او د«womansoul.ru» نومې وېبپاڼې په همت سره به په ریټزكارلټون هوټل كښې جوړه شی.
د روس د مسلمانانو په چارو باندې د غور د دينی ادارې د اطلاع رسونې كمېټۍ زياته كړه: ټول مينه وال كولې شی په دغې غونډه كښې ګډون وكړی او بلل شوی وېناوال به له مسلمانو ښځو سره د متعلقو مسائلو په باره كښې وېناګانې وكړی.
د ويلو ده چې د دغې غونډې بلنليك د alshabah@wasatiya.ru ليك له لارې يا +7 (906) 7194363 ټيلفون شمېرې له لارې حاصلېدې شی.
1012999