IQNA

د امامباړې له جوړولو سره د الازهر په مخالفت باندې د شيعه مسلمانانو د ائتلاف نيوكه

23:16 - May 22, 2012
د خبر لمبر: 2332025
نړيواله ډله: د مصر د شيعه ځوانانو ائتلاف د يوې بيانیې په جاری كولو سره په مصر كښې د امامباړې له جوړولو سره د شېخ الازهر د مخالفت په غبرګون كښې له دغه اسلامی مركز څخه وغوښتل چې په مصر كښې دې د وهابيانو د فتنه اچونو او د شيعه مسلمانانو په اړه د هغوی په ظلم باندې سترګې پټې نكړی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مصر چاپ ((صدی البلد)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: د دغه ائتلاف په بيانيه كښې راغلی دی چې ايا الازهر دا خبره هېره كړې ده چې وهابيان هغه كسان وو چې د خداے د ګران رسول (ص) د اهلبېتو (ع) او الهی اولياؤ د قبرونو د ړنګولو په خاطر د خوارجو صفت په هغوی باندې اطلاق شو؟
د دغې بيانې په دوام كښې راغلی دی چې شيعه مسلمانان د امامباړو جوړولو ته اړتيا نۀ لری چې ځكه چې د هغوی ذاتی كورونه امامباړې ده او الازهر د د امامباړې له جوړولو سره د مخالفت په اعلانولو سره دې خېرې ته پاملرنه نه كوی چې دغه ځايونه هپ اصل كښې د اهلبېتو عليهم السلام د پېروكارو ذاتی كورونه دی .
د دغې بيانیې له مخې الازهر ته پكار دی چې د عمومی ګټو د حفاظت په هدف سره د نۀ ډله ايز تبعيض او د عقيدې له ازادۍ څخه د ملاتړ د قانونو د تصويبتولو لپاره كوشش وكړی او مونږ له الازهر او د دغې ادارې له اعتدال پسندو عالمانو څخه هيله لرو چې په حقائقو دې سترګې نۀ پټوی او د فتنې د ختمولو لپاره دې كوشش وكړی.
د مصر د شيعه ځوانانو ائتلاف همدارنګ پخلے وكړ چې مونږ د لازهر د شېخ او د مصر مفتی ته بلنه وركوو چې د شيعه مسلمانانو په كورنو كښې چې د هغوی امامباړې دی په شتون سره د دغو مركزونو له فعاليت سره له نزدې نه اشنا شی او په دې پوه شی چې د اهلبېتو (ع) د مكتب د پېروكارو فعاليت د ملی ګتو په ضرر باندې نۀ تمامیږی.
د يادونې ده چې شېخ الازهر احمد الطيب پرون وړمه ورځ د غوئی د مياشتې هپ ٣١ نېټه له يوې خاصې فرقې، مذهب يا ډلې سره د متعلق جومات په تېره بيا د امامباړې د جوړولو په نسبت خبردارے وركړ او ادعا یې وكړه چې داسې ځايونه به له نور امت څخه د يوې ډلې د جدائۍ سبب شی.
1012949
captcha