د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «lefaso» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د دغه ليك په يوه برخه كښې د بوركنيافاسو د اجتماعی چارو وزير ته په خطاب سره څرګنده شوې ده: په هېواد كښې د بيان او لباس د ازادۍ د قانون د موجودګۍ باوجود بيا هم د مسلمانو ښاريزو اسلامی لباس د ځينو كسانو لپاره مشكل جوړوونكے شوے دے او د زدكړې څارونكی په امتحانی غونډو كښې د سترناكو مسلمانو جينكو د داخلې خنډ شوی دی.
په دوام كښې تاكيد شوے دے چې د دې باوجود چې د دغو زده كوونكو او محصيلينو جينكو ستر او پرده ډېره معمولی ده امتحانی غونډو ته د داخلېدو په وخت د هغوی د پېژندګلۍ د څرګندېدو لپاره څه مشكل نۀ پېدا كوی خو د زدكړې ځينو څارونكو او د تعليم د وزارت ځينو چارواكو د امنيتی او امتحانی مسائلو په بهانه په امتحانونو كښې د مسلمانو جينكو له ګډون څخه مخنيوے كړے دے.
1012823