د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې تمتع حج د مناسكو او اعمالو د زدكړې او تربيت په هدف سره دغه غونډه د هند اترپردېش صوبې د بريلی ښار د پوهنتون د غونډو په هال كښې وشوه.
همدارنګ په دغه غونډه كښې د هند يو دينی عالم ابراهيم زائرانو ته د احرام تړلو، له سعی، طواف او نورو چارو سره متعلق اعمال وښودل.
د دغه وركشاپ په اخېر كښې د هند يو بل دينی عالم غلام سبحانی د قران شريف د مباركو ايتونو او د خداے د ګران رسول (ص) او د اهلبېتو امامانو عليهم السلام د حديثونو په استناد سره د حج د اهميت په باره كښې وېنا وكړه.
1012601