د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،دغه غونډه د داغستان د اسلامی الهياتو او نړيوالو روابطو د موسسې، د حكومتی پوهنتون، د معلم د تربيت د حكومتی پوهنتونړ د مجازی حكومتی پوهنتون،سنټ پټرزبورګړ د ماسكو د اسلامی پوهنتون، د ژبپېژندنې د حكومتی پوهنتون پياټیګورسك، د قازان اسلامی پوهنتون او باشقيرستان جمهوريت د معلم د تربيت د حكومتی پوهنتون د استاذانو او محصيلينو په ګډون سره وشوه.
د داغستان د اسلامی الهياتو او نړيوالو تعلقاتو د موسسې د اطلاع رسونې كمېټی په دې حقله اعلان وكړ د روس د اسلامی زدكړې د پوهنتونونو او موسسو محصيلينو ((روس په نړيوال نظام كښې)) عنوان سره په يو سيمينار كښې د روس د بهرنی سياست څېړنه او شننه وكړه.
د نړۍ سياسی چلند ته د روس توجه او د عربو هېوادونو د سياسی بدلونونو په وړاندې د روس دریځ.د دغې غونډې له اصلی موضوعاتو او محورونو څخه وو.
1012580