د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «jam3.org» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: په دغو مراسمو كښې چې د ګڼ شمېر تاتاری ښاريزو په ګډون سره ترسره شول د قران شريف لسو حافظانو د قران شريف په مسلسل تلاوت سره وكړې شول په ديارلسو ګېنټو كښې د نړۍ تر ټولو لوے مصحف چې د نړۍ د ګېنس د نړيوالو ريكارډونو په كتاب كښې ثبت شوے دے ختم كړی.
په ابتداء كښې د قازان مفتی محمود شرف الدينونف سورۀ حمد تلاوت كړ او بيا د قران شريف هر حافظ درې پارې تلاوت كړې او بالاخره په ديارلسو ګېنټو كښې ټول قران شريف ختم شو.
د يادونې ده چې دغه مراسم د بلغارستان ولګا سيمې د اوسېدونكو د اسلام قبلونې د كليزی په مناسبت سره جوړ شول. د دغې سيمې اوسيدونكی وړومبنی ترك ژبی كسان او د تاتار قوم اجداد وو چې په ٩٢٢ كال كښې یې د اسلام مبين دين قبول كړ.
1014230