د ٥+١ ډلې سره د ايران د مذاكراتو دوام نن په بغداد كښې پيل شو، هغه څه چې په استنبول كښې له تيرو مذاكراتو څخه ترلاسه شول او په تيره بيا هغه څه چې بهرنۍ نړۍ ته څرګند شول، د مذاكراتو د مثبت والی او د يوبل سره د مذاكراتو له چلن څخه د طرفينو د نسبی رضايت نښه وه، او دا هغه كار دے چې له دې نه مخكښې ئې د ايران او ٥+١ ډلې د ایټمی مذاكراتو په دوسيه كښې ډيره لږه نښه ليدله كيده.
نو بس پكار دی دې مرحلې ته د مذاكراتو په رسيدو كښې د عواملو يوه مجموعه ولټوو چې د هغو يوه برخه په دغو تيرو كلونو كښې د ايران كړچار او يوه برخه ئې هم د لويدیځ په تيره بيا د امريكې د اوسنی حالت له امله ده.
هغه څه چې د ايران د كړچار له امله دی د لويدیځ په ګواښونو، بنديزونو او دباؤنو پورې مربوطیږی. په حقيقت كښې په څو وروستيو كلونو كښې په ایټمی بحث كښې د ايران له يرغليزو دریځونو نه وروسته او په بل عبارت، د ملګرو ملتو د امنيت د شوری او د لويدیځ له خوا د هرګواښ او بائكاټ او پريكړه ليكونو په وړاندې د ايران له خوا د يو ګام مخكښې تګ له امله ايران وكړې شول تر ٢٠٪ پورې د يورانيمو غنی كولو ته لاس پيدا كړی او د خپلو ایټمی سونګو څرخه پوره كړی. 1013861