IQNA

په بحرين كښې د بشری حقوقو په نقضيدو باندې د نړيوالې ټولنې سخته نيوكه

22:31 - May 23, 2012
د خبر لمبر: 2332845
بين المللی ډله: د سویټزرلينډ په (جينيوا) ښار كښې د ملګرو ملتو د سازمان د بشری حقوقو د شورا په غونډه كښې ګډون كونكو هيوادونو د آل خليفه د رژيم د چارواكو په لاس په بحرين كښې د بشری حقوقو نقضيدنه په كلكه وغندله.
د «bahrainrevolutionnews»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ملګرو ملتو د سازمان د بشری حقوقو د شورا د وړمې ورځې په غونډه كښې د بحرينی چارواكو له خوا د خلكوپه حق كښې ترسره شوی جنايتونه او د بشری حقوقو نقضيدنه په كلكه وغندله.
په غونډه كښې موجود بحرينی پلاوې، د ګډون كونكو هيوادونو د استازو د پراخو نيوكو په ځواب كښې چپه خوله پاتې شو ځكه چې د بحرين د خلكو پرخلاف د آل خليفه د رژيم جنايتكارانه اقدامات ټولو ته څرګند او ښكاره وو او هغو په دې لړ كښې جامع معلومات لرل.
په دغه غونډه كښې همداشان ګډون كونكو هيوادونو د بحرين له خوا په دغه هيواد كښې د محمودشريف بسيونی په مشرۍ د حقيقت لټونكې كمیټې د سپارښتنو په نه اجرا كيدو، د قيديانو د شمير په زياتيدو او د بشری حقوقو په نقضيدو باندې نيوكه وكړه.
سلواكيا، اسپانيا، سویډن، سوئیټزرلينډ، تايلينډ، انگلستان، امريكا، ازبكستان، يوره گوئې، آسټريا، آذربايجان، بلجيئم، برازيل، كاناډا، چيلی، ډنمارك، مصر، فنلينډ، فرانسه، ميكسيكو، جاپان، هالينډ او ناروے له هغو هيوادونو څخه وو چې استازيو ئې د ملګرو ملتو د بشری حقوقو په دغه غونډه كښې شتون درلود او د آل خليفه د رژيم په جنايتونو باندې ئې سخته نيوكه وكړه. 1013972
captcha