IQNA

22:31 - May 23, 2012
د خبر لمبر: 2332846

د شيعه مسلمانانو او اهل تسنن ترمينځ د مذهبی فتنې په رامينځته كولو كښې د څرګندو كسانو لاس دے

بين المللی ډله: په مصر كښې د ايران د ګټو د ساتونكی دفتر رئيس مجتبی امانی د شيخ الازهر احمدالطيب سره په كتنه كښې څرګنده كړه: د شيعه مسلمانانو او اهل سنت ترمينځ د فتنې او درز په رامينځته كولو كښې يو شمير څرګند كسان لاسوهنه كوی.

د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه كتنه كښې چې وړمه ورځ او په مصر كښې د حسينيو يا امام باړو د جوړولو سره په مخالفت كښې د الازهر د بيانیې د خپريدو نه وروسته ترسره شوه، مجتبی امانی ټينګار وكړ: د شيعه مسلمانانو او د اهل سنت وروڼو ترمينځ د فتنې او فاصلې د رامينځته كولو په لړ كښې د څرګندو عناصرو لاس دے څو د ناسمو افكارو په خپرولو او د دروغو د فتنو په خپرولو او شيعيانو ته د هغو د نسبت په وركولو سره مذهبی فتنه رامينځته كړی.

دۀ د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) د ميرمنو، د هغه حضرت د صحابه ؤ او د اهل سنتو د تكړه او مشهورو شخصيتونو د هر ډول سپكاوی د حرام والی په هكله د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر فتوې ته اشاره وكړه او وئې وئيل: شيعه مسلمانان تل په دغې فتوې باندې پابند دی.
امانی په دوام كښې د شيعه او سنی علماؤ ترمينځ د نيغ په نيغه ارتباط په لازموالی باندې ټينګار وكړ او وئې وئيل: په كار دی چه په هغو نا سمو خبرونو باندې اعتماد ونكړو كوم چې د دواړو خواؤ په هكله ترمونږ رارسی.
مجتبی امانی په دغه ملاقات كښې د الازهر بيانیې ته هم اشاره وكړه كومه چې د تيرې يكشنبې يا د اتوار په ورځ په مصر كښې د حسينيو د جوړولو په اړه صادره شوې ده، او زياته ئې كړه: په مصر كښې د حسينيو جوړيدل يا نه جوړيدل يوه كاملا كورنۍ او داخلی مسئله ده او مونږ پكښې دخالت نه كوو ځكه چې باوری يو چې د ايران په اسلامی جمهوريت پورې هیڅ اړه نلری.
دوی يادونه وكړه چې حسينیې او ماتم خانې په ټوله نړۍ كښې موجودې دی او نه دی پكار چې په مصر كښې د حسينیې د جوړيدو په كار كښې مبالغه وشی څو دغه مسئله د سنی او شيعه مسلمانانو ترمينځ د هر ډول مذهبی فتنې د رامينځته كيدو سبب نه شی. 1013766

captcha