د ادب ډله: د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياندوی په دې بيان سره چې د ټولنې پوښتنو ته ځواب وركول د دينی آثارو په ليكنه كښې له مهمو موضوعاتو څخه دی، د دينی آثارو د كيفيتی لوړاوی لاروچارو ته اشاره وكړه او څرګنده ئې كړه: د اسلامی نړۍ د ليكوالانو ترمينځ د تعامل په رامينځته كولو سره د كيفی آثارو د لوړاوی او ښه كيدو په لړ كښې يو نوے ګام پورته كيدې شی.
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياندوی رامين مهمانپرست د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د فرهنګی او كلتوری جهاد په هكله د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر غوښتنو او په دې لاره كښې د دينی او ارزښتی آثارو د كميتی او كيفيتی سطحې د لوړولو ضرورت ته په اشارې سره ووئيل: د دينی آثارو د كيفيتی سطحې لوړول له هغو لارو چارو څخه دی چې د هغو له لارې د فرهنګی او كلتوری جهاد په هكله د انقلاب د معظم رهبر مطالباتو ته د عمل د جامې د اغوستلو په لاره كښې اقدام كيدې شی. د موضوع سم انتخاب او د هغې د طرحې طريقه هغه هنر دے چې ليكوال پكار دی د دينی آثارو په ليكلو كښې هغو ته پاملرنه وكړی.
دوی د دينی نشرونې لوړتيا او د اسلامی نړۍ د ليكوالانو تعامل دغه مهم ته د رسيدو زمينه جوړونكے وباله او وئې وئيل: يوازې دا كافی نه ده چې په يو اثر او كتاب كښې د يوې فرهنګی يا قرآنی موضوع په هكله خبرې وشی، مهمه دا ده چې پكار دی كوم موضوعات غوره او انتخاب كړو او تر كومه حده پورې نويو او ورځنيو اړتياؤ ته د ځواب او د هغو د پوره كولو په لاره كښې ګام پورته كړو. 1014375