د العالم خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په داسې حال كښې چې د مصر د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه نظرسنجۍ او سروے د ليبرال كړچارونو د لرونكو كانديدانو په وړاندې د اسلام پالو د مخكښې كيدو بيانونكې دی، ځينی څارونكی په دې باور دی چې ځينې سروے ګانې هم غرضی او په خاصو اهدافو سره خپریږی.
په مصر كښې نظرسنجۍ او سروے ګانې هره ورځ د بيلې پارټۍ په ګټه ترسره كیږی، كله د اسلام پالو په ګټه او كله د ليبراليانو په ګټه، خو ترټولو نوې نظر سنجۍ چې نن په انټرنیټ كښې خپرې شوې، له ټولو رايو څخه نيمو ته د اخوان المسلمين د كانديد محمدمرسی د لاس پيدا كولو د چانس بيانونكې دی چې حمدين صباحی او ابوالفتوح له هغه نه پس په دويمه او دريمه مرتبه كښې راغلی دی. 1015088