IQNA

په تاتاری ژبه د قرآن كريم وړومبۍ صوتی او د اوريدو وړ نسخه خپره شوه

22:30 - May 23, 2012
د خبر لمبر: 2332852
بين المللی ډله: په تاتاری ژبه د قرآن كريم د اوريدو وړ وړومبۍ نسخې له سلو نه زيات قرآنونه په تاتارستان كښې د اسلام د قبليدو كليزې په مناسبت په دغه هيواد كښې خپاره شول.
د روسیې غږ راډيو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه قرآن چې په عربی ژبه د قرآن كريم د عام نسخو په شان دے، د يو قاری غږ لری چې د قرآن كريم مبارك آيتونه په عربۍ ژبه لولی او بيا د هغو په مختلفو ژبو د هغو ژباړه يا ترجمه اوروی.
د دغه قرآن د جوړولو آئیډيا چې په تاتارستان كښې وړومبې صوتی قرآن دے له چينی مسلمانانو څخه اخيستې شوې ده كوم چې له كلونو راهيسې د قرآن ډيجیټل نسخې استعمالوی.
د تاتاريانو د نړيوالې كنګرې يو غړی فريد اورازايف د روسیې غږ راډيو سره په مركه كښې ووئيل: مونږ په تاتاری ژبه د قرآن كريم ترجمه د يوكارپوه، د يومسلمان عالم او د آواز او غږ د يو مهندس او انجنئير ترڅارنې لاندې ريكارډ كړه او دغه قرآن د چين په شنزن ښار كښې توليد شو.
دوی زياته كړه: صوتی قرآنونه له ډيرو كلونو راهيسې په چين او اسلامی هيوادونو كښې استعماليدل خو تراوسه پورې په تاتاری ژبه د قرآن ترجمه نه وه.
په روسيه كښې د قرآن د وړومبۍ نسخې د خپريدو د ٢٢٥ كال په مناسبت، په تاتارستان كښې ٢٠١٢ كال ته د قرآن د كال نوم وركړ شوے دے. په روسيه كښې د قرآن وړومبۍ نسخه په كال ١٧٨٦ كښې د كاترين په حكم چاپ شوې وه. 1014853
captcha