د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا څانګې د آران خبری اېجنسۍپه نقل سره رپوټ وركړ. د باكو ښار په سلګونو خلكو په آذربائيجان جمهوريت كښې د سياسی ساډوبۍ او ددغه هېواد د مذهبی او سياسی فعالانو د نيولو په خلاف د باكو په مركز كښې د غبرګولی د مياشتې په وړومبۍ نېټه احتجاجی مظاهرې وكړې. چې په دې دوران كښې پوليسو ځينې احتجاج كوونكی وډبول او يو شمېر یې ونيول.
د دغه رپوټ له مخې احتجاج كوونكو د باكو ښار د ادبياتو د ميوزيم په وړاندې غونډه وكړه او د سياسی قېديانو د ازاولو نعرې یې ووهلې،مظاهرينو همدارنګ غوښتل چې د دغه ښار د ښاروالۍ په لور حركت وكړی خو پوليسو یې مخنيوے وكړ. په دغه دوران كښې د مظاهرينو ترمېنځ په ساده لباس كښې د يو پوليس په شتون سره مظاهرينو له هغۀ سره اخ و ډب وكړ چې د پوليسو او مظاهرينو ترمېنځ د نښتې سبب شو او په دغه دوران كښې پوليسو يو شمېر مظاهرين ونيولږ
په باكو كښې مظاهرې هغه وخت وشوې چې ټاكل شوې وه چې د باكو ښار په كرېسټل ودانۍ (هال) كښې د يوروويژن د وروستۍ نيمائۍ د سياليو وړومبنۍ دوره ترسره شی.
د ويلو ده چې د الهام علی اف په مشرۍ د آذربائيجان په حكومت باندې د يوروويژن د سياليو د جوړولو لپاره د كرېسټل هال د ودانۍ د جوړولو په هدف سرهد خلقو د كورونو د ويجاړولو او د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په دليل سختې نيوكې شوی دی.
1014897