د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د سلامی كلتور او ارشاد د وزارت د موسيقۍ د دفتر د عمومی تعلقات په نقل سره رپوټ وركړ. دغه مركز د امام هادی (ع) د مقدس شان د سپكاوی په غبرګون كښې په يوې بيانيه كښې له دغه ترخې پېښې څخه د خپلې كركې او غصې څرګندونه كړې ده.او زياته كړې یې ده د دا ډول سپكاوی كوونكی د لويدیځ د شېطانانو د لاس آلې دی. او له خپل ځانه خبر نۀ دی چې د حماقت په ګنده اوبو كښې ډوب شوی دی.او په قطعې توګه د دې ډګر ژمن او دينداره هنرمندان به د داسې اعمالو او افكارو په وړاندې په خپل ټول قوت سره اودریږی او د داسې دين فروشو او وطن فروشو تغر به د محكمو ځوابونو او هنرمندانه او متفكرانه ژبې سره غونډ كړی.
د اسلامی كلتور او ارشاد د وزارت د هنری چارو مرستيال د دا ډول پليد اقدام په پرېكنده توګه غندلې او دا مذموم حركت یې په لويدیځ كښې د صهيونېزم د افكارو او لابۍ لخوا يو پلان شوے حركت ګڼلے دے.
1014981