د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ په بېروت كښې د ايران د اسلامی جمهوريت سفير غضنفر ركن ابادی وړمه ورځ د غبرګولی دمياشتې په دريمه نېټه له سيد حسن نصرالله سره ملاقات وكړ او د مقاومت او د لبنان د جنوب د ازادۍ د كليزې د اختر په مناسبت یې د محمود احمدی نژاد كتبی پېغام د حزب الله د عمومی سېكتر په خدمت كښې وړاندې كړ.
احمدی نژاد په دغه پېغام كښې د حزب الله عمومی سېكتر، لبنان حكومت او ستر ولس او په تېره بيا د مقاومت د شهيدانو كورنيو ته د مباركۍ په ويلو سره تاكيد كړے دے چې د مقاومت د مجاهدو، فداكارو او زړۀ ورو فرزندانو په لاس د لبنان د جنوب ازادی د خداے پاك د مهربانيو او د زمانې د امام د توجهاتو په سيوری كښې په ٣٣ ورځنی جنګ كښې د لبنان د ملت د سترې كاميابۍ، او د خپلو برحقو حقوقو د حاصلولو او له ظلم، استكبار او غصب سره د مبارزې لپاره د د مسلمانو خلكو د بېدارۍ زمينه برابروونكې شوه
د ايران ولسشمر د خپل پېغام په اخېر كښې اميد څرګند كړ چې د دې لارې دوام به د بشريت د عالم يوازينی ژغورونكی حضرت امام مهدی عليه السلام د ظهور او په ټوله دنيا كښې د حقيقی صلحې او انصاف د ټينګېدو زمينه جوړوونكے شی.
1016062