IQNA

علی لاريجانی: عراق ډيموكراټيك دولت او پارلمان لری

17:18 - May 26, 2012
د خبر لمبر: 2334455
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر، علی لاريجانی وويل چې نن په عراق كې ډيموكراټيك دولت او پارلمان شتون لری او د ايران اسلامی جمهوريت هم له دې ډيموكراټيك حركته ملاتړ كوی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، لاريجانی د محمد باقر حكيم د شهادت د نهمې كليزې د قدرونې په مراسمو كې وويل چې په عراق كې د حكيم شهيدانو وينو، له عراقلانيت سره يوځای جهادی حركت رامنځ ته كړ او د عراق خلك په ډيموكراټيك حركت سره پرمخ ځی.
لاريجانی همدارنګه د ا يران له اسلامی انقلاب سره د امريكا دښمنۍ ته په اشارې سره زياته كړه چې له ايران سره د لويدیځ دښمنی، د اټم بم له پلمې سره نه ده، بلكې هغوی په سيمه كې د ايران د اسلامی جمهوريت له رامنځ ته كوونكی روله او همدارنګه له فلسطين او مسلمانانو د ملاتړ له امله د ی چې دې حركت د منځنی ختیځ او فارس خليج په مهمه سيمه كې د لويدیځوالو نقشه ګډوډه كړې ده.
1016394
captcha