د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Press TV» ټيلی ويژنی چېنل په نقل سره رپوټ وركړ: دغه سروے تل ابيب او مقبوضه سيمو ته د جرمنی د ولسمشر يواخيم ګوك د سفر په درشل كې ترسره شوه.
«Stern» خبری مجلې د غبرګولی د مياشتې په دريمه نېټه د شورو په ورځ د دغه سروے نتائج خپارۀ كړل. د دغه رپوټ له مخې په دغه سروے كښې تقريباً ٥٦ فيصده خلق د اسرائيلو رژيم د يو تيرګراو يرغل ګر رژيم په توګه پېژنی. دغه اندازه له دغه شان يو بل سروے سره په پرتله كښې چې د ١٣٨٧ هجری نمريز كال د مرغومی په مياشت كښې شوے ؤ لس فيصده زياته شوې ده.
همدارنګ په دغه سروے كښې ٧٠ فيصدګډون كوونكو اعلان كړے دے چې تل ابيب نورو ولسونو او هېوادونو ته بې له څه پامه د خپلو ګټو د حاصلولو په لټه كښې دے. په دغه سروے كښې دغه شمېر ګډون كوونكو جرمنيانو هم باور لرلے ؤ چې هېواد یې د اسرائيلو د رژيم په وړاندې د هیڅ ډول خاصه ژمنه نۀ لری.
د ادبياتو په څانګه كښې د نوبل انعام ګټونكی جرمن ګونټر ګراس هم ((هغه څه چې پكار دی وويل شی)) تر عنوان لاندې په يو نظم كښې اسرائيل د نړيوالې سولې لپاره يو ګواښ ګڼلے ؤ او دغه نظم د روان كال په اوری مياشته كښې د جرمنی هپ ((زو ډوېچې زايتونګ)) ورځپاڼه كښې خپور شو. چې دغه نظم د اسرائيلو د چارواكو قهر راوباروۀ او حتی د نوبل انعام ګټونكی مقبوضه فلسطين ته په داخلېدو باندې پابندی ولګوله.
1016040