د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د انتخاباتو دويمې مرحلې ته د مبارك د رژيم د وروستی وزيراعظم احمد شفيق له مشكوكې لار موندنې سره احتجاج كوونكی احساس كوی چې انقلاب د وروستيو سلګو اخېستو په حال كښې دے او احتجاجونه د انقلاب د ساتنې يوازېنۍ لار ده
يوې ډلې متعرضانو په دويمه مرحله كښې د احمد شفيق له كاميابۍ څخه د مخنيوی لپاره د اخوان المسلمين له ډلې سره وابسته د ازادۍ او عدالت له ګوند څخه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وړومبۍ مرحلې مخكښې نامزد ته په راې وركولو باندې تاكيد لرۀ او همدارنګ ځينو د انتخاباتو د بائيكاټ له تجويز څخه ملاتړ كولو.
د غېر رسمی شمېرنو له مخې محمد مرسی او احمد شفيق د مصر د ولسمشرۍ د انتخاباتو په وړومبۍ مرحله كښې په ترتيب سره اول او دويم شوی دی.
د اخوان المسلمين غورځنګ په دويمه مرحله كښې د شفيق كاميابی د مصريانو لپاره يو لوے خطر ګڼلے او د شفيق له كاميابۍ سره د مقابلې لپاره یې له نورو نامزدو كسانو سره په سلا مشورو باندې تاكيدكړے دے ځكه چې دغه كس د پخوانی ډېكټېټر رژيم له باقی پاتې كسانو څخه ګڼل كیږی.
1016730