د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د عفوې نړيوالې ټولنې په خپل كلنۍ رپوټ كښې په فلسطين كښې د بشری حقوقو د بد حالت په اړه تاكيد وكړ: اسراييل ځواكونه په فلسطين په تېره بيا د دغه هېواد د ختیځ په مسلمان ميشت سيمو كښې سوله ايزې مظاهرې په ډېرې بې رحمۍ سره ځپی.
د عفوې نړيوالې ټولنې په دغه رپوټ كښې راوړی دی چې د صهيونسټ چارواكو په سلګونو احتجاج كوونكی او د اصلاحاتو حاميان نيولی دی چې دغه كسان د ٢٠١١ كال له احتجاجونو سره د اړوندو بشری حقوقو له فعالانو او په بنيادی توګه له شيعه ؤ او همدارنګ د ښځو د حقوقو له فعالانو څخه دی.
په دغه رپوټ كښې همدارنګ راغلی: په زرګونو خلق په امنيتی جرائمو په باندې د تورنېدو په دليل د اسريييل په جېلونو كښې پراتۀ دی او شكنجه او ناعادلانه محاكمې په سعودی عرب كښې رائجې دی او غېر انسانی، له سپكاوی نه ډكې او سختې سزاګانې په دغه هېواد كښې هم هغه شان دوام لری.
په دغه رپوټ كښې راغلی دی چې سعودی واكمنانو په روان كال كښې تر اوسه لږ ترلږه ٨٢ كسان اعدام كړی دی چې دا اندازه د تېر كال سره په پرتله كښې ډېره زياته شوې ده.
1016816