د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن د افريقا د نړيوالې ورځې په مناسبت په ايران كې د افريقائی هيوادونودسفيرانواونماييندګيودمشرانوپه ټول كې دې خبرې ته په اشارې سره چې له نيكه مرغه نن سبادغه آئیډياوې په چټكۍسره دنړۍ په خپلواكه ملتونواوسياستوالانو كې په پراختيا دی وويل له موجوده نظامه شكايتونه او د نړۍ د ستونزو د حل لپاره د عادلانه نظام غوښتنه په يوې عمومی غوښتنې بدله شوې ده او دغې موخې ته رسيدابه له هراړخيزې هڅې اوغوښتنې پرته پوره نشی .
ښاغلی ډاكټر احمدی نژاد روښانه كړه بايدپه دنياكې دپيسواواقصاد داسې نظام رامينځته شی چې په وسيله ئې اقتصادی ګټې د يوشمير پانګوالو اوددغه نظام د چلونكوپه ګټه نه بلكې دملتونوپه اختيار كې ورشی .دهغه په ويناكه ملتونه يوبل ته لاسونه وركړی اووغواړی دتيروخت په نسبت لا ښه نظام رامينځته كړی ،نو دا غوښتنه به ئې په چورلټ ډول پوره شی.
د اسلامی ايران ولسمشر د افريقا ولس هڅانده، زياركښ او صميمی وبالهّ او وې ويل د افريقا په پراخو ټاټوبوكې له هغوډيروخدای وركړی دولت اوشتمنۍ سره سره چې په پراخ ډول په دغه ټاټوبی كې سسټماټيك شوی،خلك په بې وزلۍكې ژوندكوی اوزيرمې اوكانونه ئې دخلكولپاره په ډيرې كمې استفادې سره د په ګوته شميرمستكبرانو او پانګوالو جيبونو ته رسیږی په همدې خاطر یې د افريقا پر ولس بيلابيلې جګړې او شخړې تپلی چې دا د بشری ټولنې لپاره ډير ستر غم او پیښه شميرل كیږی چې ډيره دافسوس خبره ده.
1016979