IQNA

د اسلامی شورا استازې دې يوازې داستازيتوب د درنې دندې اوالهی مسؤليت د ادا كولو فكر وكړی

16:24 - May 27, 2012
د خبر لمبر: 2335323
سياسی او ټولنيزه ډله: حضرت امام خامنه ای وفرمايل د اسلامی شورا د نهم پړاؤ پرانيستل يو پياوړی پيغام دی، چې د ايران ملت یې اوس مهاله نړۍ ته لری او د ملتونو د عمومی افكارو په ذهنونو كښې تل پاتې حقيقتونه ثبتوی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی امام سيد علی خامنه ای نن د ايران د اسلامی شورا د نهم پړاؤ د پرانيستلو په مناسبت يوه پيغام كښې، د ايران د ملت منتخبو استازو ته په خطاب كښې وفرمايل ،په دښمنيو د ملی هوډ بريا،له اسلامی انقلاب پنځيدلی نظام پياوړتيا او مقاومت ، د يو ملت د برخليك او ژوند د لارې په بڼه موندنه كښې د بصيرت او ايمان بې ساری او واحد رول او بيا له هغه ملت څخه ریښتونی انځور چې د لومړې ځل لپاره یې اسلامی ولسواكې په ژبه نه ، بلكه په خپلو سختو هڅو او جهاد سره ډګر ته وړاندې كړه او له ټولنيز ژوند څخه یې د دين د انزوا ادعاګانې باطلې كړی ، له دغو تلپاتې او اغيزمنو حقيقتونو دی.
د رهبرۍ ستر مقام زياته كړه د نړۍ عمومی افكاروته ددغه روڼ او روښانونكې پيغام په استولوكښې د ايران د ملت بريالی توب ، د توانمن او مهربان خدای لخوا يوه بله لورينه ده ،چې له چيلنجونو په دغه ډكه لاره كښې یې تل د ايران له ملت سره مرسته او ملګرتيا كړی او هیڅكله یې دغه مؤمن او مجاهد ملت يوازې نه دی پریښی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه یې وفرمايل اوس د اسلامی شورا د نهم پړاؤ استازو ته سپارښتنه داده چې هغه مهم ځای كښې چې د خلكو په رايو سره مو ترلاسه كړی ،يوازې د ملت د استازيتوب د درنې دندې او الهی مسؤليت د اداكولو فكر وكړئ .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ اسلامی شورا،د ايران او اسلامی نظام يو اساسی ركن دی ،هغه څه چې په اسلامی نظام كښې پياوړې او ځانګړې دی ،بايد په اسلامی شورا كښې انعكاس او ورایښت ومومی،ايمان،میړانه،مخكښ توب،دنظام په اصولو ودريدا،د دښمنانو په وړاندې ودريدل،نوښت ،ملی انسجام او وحدت ،سرښيندونكی كار او هڅه او ډګر ته د درستو وګړنيزو او ډله ايزو ظرفيتونو راويستل،دا ټولې هغه نښې دی چې يو بريالی پارلمان پرې پيژندلای شو.
1017522
captcha