د قران شريف حافظ عباس هاشمی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ ( اېكنا) سره په مركه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د مسلمانو محصيلينو د قران د نړيوالو سياليود څلورمې دورې په باره كښې وويل: هغه نمائندګان چښې له تقريباً ٦٠ هېوادونو څخه د مسلمانو محصيلينو د قران شريف په نړيوالو سياليو كښې ګډون كوی په حقيقت كښې خپلو هېوادونو د ايران د اسلامی جمهوريت د سفيرانو حېثيت لری.
هغۀ په دوام كښې زياته كړه: هر هغه كس چې په دغو سياليو كښې ګډون كوی او خپلو هېوادونو ته ستانۀ شی دا ظرفيت لری چې د ايران د اسلامی جمهوريت قرانی څېره خلقو ته بيان كړی.د مسلمانو محصيلينو د نړيوالو سياليو د كيفيت سطح هم د ايران په حقله د هغوی په نظر كښې موثره ده او دغه سيالۍ چې هر څومره په لوړه سطح كښې ترسره شی نو له قران شريف سره د دې نظام ژور تعلق د هغوی په ذهنونوكښې نقش جوړوی.
د١٣٩٠ هجری نمريز كال د اوقافو د قران شريف په نړيوالو سياليو كښې دغه وړومبنی كاميابه كس وويل:په ځينو مواردو كښې ايرانی قاريان په قطعی توګه له مصری قاريانو څخه وړاندې شوی دی خوله دې سره سره لا د ټولنې تر قرانی كېدو پورې فاصله وجود لری هم هغه ډول چې د اسلامی انقلاب معظم رهبر هم ورباندې تاكيد كړے دے چې د قران يو قاری يو ښۀ مذهبی وېناوال هم كېدې شی او لا تر اوس خلق قاری ته دغه نظر نۀ لری.
1016491