د سلامتيا ډله: د روغتيا د وزارت د قران څېړنې او طب د سټراټيجكې كمېټۍ اجرائی سېكترد دې په بيانولو سره چې په اسلامی مكتب كښې او د زياترو پوهانو او سائېنسدانانو له نظره د اسلامی ژوند كولو طريقه د نننی انسان د اجتماعيكړكېچونو د علاج او سلامتيا مكمله نسخه ده څرګنده كړه:د اسلامی طرز زندګۍ له خصوصيتونو څخه استفاده كولې شی په بشری ټولنه كښې يو غوره تمدن رامنځته كړی.
ښاغلی اسلام اقاپور د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د ژوند تېرولو د طريقې د تاريخچې په بيانولو سره زياته كړه له اتيايمې لسيزې څخه نړيوال كېدنه د نړيوالو ادارو په جوړېدو او پراخېدو او له مليت نه د وراخوا او نړيوالو ارتباطاتو او رشتو په پراختيا باندې تمامه شوه.
هغۀ وويل: په وروستيو دريو لسيزو كښې د نړيوال كېدو او جهانی كېدو تكامل بخښونكی دوه بهيرونه په ملی او تنظيمی سطح كښې د مختلفو ټولنو د ژوند تېرولو د طريقې د پېژندلو او د دغې طريقې د عواملو ا اهميت د درك كولو سبب شوی دی چې په دې بنياد ورو ورو د افرادو اد تنظيمونو رروابطو ملی پولې ړنګې كړې او د فعاليتونو او معاملاتو ډګر نړيوال او جهانی شو. چې په دې منیځو مان كې په ايران كښې د اسلامی انقلاب كاميابی او د دينی ولسواكۍ او د عمل په ډګر كښې د هغې د توفيقاتو معرفی كول د پاراډائم سيال په توګه د لويدیځ د ژوند د طرز بېلګې ته يو هلاكوونكے ګوزار وركړ.
هغۀ څرګنده كړه نو په دې بنياد د هېواد په ټولو تنظيمونو او ادارو كښې د اسلامی ژوندتېرولو د طرز د فكری كوټو جوړول يو نۀ انكارېدونكے ضرورت دے چې د ژوند د تېرولو د دغې طريقې د خصوصيتونو په ټآكلو سره د هر مديريتی تنظيم او ادارې موقعيت ته په پام سره كولې شو د نړۍ په سطح يو نوے مديريتی سېسټم وړاندې كړو چې د نړۍ مديريتی كمښتونه ، نواقص او نيمګړتياوې تكميل كړی.
1013381