IQNA

د جارجيا د كتاب په بين المللی نندارتون كښې د ايران د اسلامی جمهوريت ګډون

18:59 - May 27, 2012
د خبر لمبر: 2335394
د فرهنګ او هنر ډله: د جارجيا د كتاب څوارلسم نړيوال نندارتون د دغه هيواد د نندارتونونو په ودانۍ كښې د ٧٠ كورنيو او بهرنيو معتبرو خپرونكو په شتون او د ايران د كلتوری او فرهنګی مركز په ګډون سره خپل كار پيل كړ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د كلتور او ارتباطاتو د سازمان د رپورټ له مخې: د دغه نندارتون د پرانستې په مراسمو كښې په جارجيا كښې د ايران د اسلامی جمهوريت سفير او كلتوری سلاكار او همداشان د تفليس ښار د شوری رئيس او سيمه ايزو او فرهنګی چارواكو شتون درلود او د دغه نندراتونو د جوړيدو په وړومبۍ ورځ ئې د ايران د كلتوری مركز له غرفې څخه كتنه وكړه.
په دغه غرفه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د علمی اوصنعتی پرمختګونو د معرفی كولو په زمينه كښې غوره شوی آثار وړاندې شوې دی چې له دغو څخه ځينی آثار د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز په حمايت سره چاپ او خپاره شوی دی.
د وئيلو ده چې د جارجيا د كتابونو نړيوال نندارتون چې د ارشاد او كلتور د وزارت او همداراز د ګرجستان د كتاب خپرونكو او خرڅونكو له خوا جوړ شوے دے او څلور ورځې به جاری وی. 1016764
captcha