د رویټرز له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د يمن د دفاع وزارت اعلان وكړ: د القاعدې ډلې دوو ځان وژونكو ترهګرو په جوف نومی ولايت كښې په يو ښونځی كښې د يمن په شيعه مسلمانانو او همدراز د دغه هيواد په صعده ولايت كښې د حوثيانو په مظاهروباندې دوه بيلا بيلې حملې وكړې چې له امله ئې لږترلږه 33 تنه ووژل شول.
د القاعدې په ډلې پورې پيئلې يوې ډلې هم رپورټ وركړ چې دغه عمليات ئې د يمن په شمال كښې د خپلو څو تنو د وژل كيدو د انتقام او بدل اخيستو په موخه ترسره كړی دی.
عينی شاهدانو اعلان وكړ: پرون د يمن په شمال كښې په (جوف) ولايت كښې د حوثيانو په يو مركز كښې د بم ایښودل شوی ګاډی د چاودنې له امله ١٣ تنه ووژل شول.
همداراز د دغه رپورټ له مخې: پرون يوځان وژونكی ترهګر په صعده ولايت كښې د الحوثی شيعيانو په اعتراضی مظاهرو كښې هم خپل بمونه وچاودل چې له امله ئې ٢٠تنه وژل شوی او په لس هاؤ زخمی شول. 1016597