د «ISESCO»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغې غونډې په افتتاحيه مراسمو كښې د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو د فیډريشن د عمومی منشی عبدالعزيز عثمان التويجيری او د اسلامی علمی، آموزشی او كلتوری سازمان آيسسكو د عمومی منشی ويناوې قرائت شوې.
د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو مشران او مسئولانو هم په دغه كانفرنس كښې وينا وكړه او د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو په مخكښې پراته مسائل ئې وڅیړل.
له تير كال نه تر سږ كال پورې د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو د فیډريشن د دغې اجرائی شورا د فعاليتونو رپورټ او په ٢٠١١ كال كښې د دغه فیډريشن د اقتصادی وضعيت رپورټ هم په دغه غونډه كښې وجاجول شو.
د اسلامی نړۍ د پوهنتونو د فیډريشن د اجرائی شورا اولسمه غونډه نن يعنې د غبرګولی د مياشتې په ٧ نیټه خپل كار پائې ته رسوی.
د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو فیډريشن چې په اسلامی علمی، آموزشی او فرهنګی سازمان (آيسسكو) پورې يو پيئلے ارګان دے په كال ١٩٨٧ كښې جوړ شو چې په حاضر حال كښې له ټولې اسلامی نړۍ څخه ٢٧٣ پوهنتونونه او د لوړو زده كړو مؤسسې د دغه ارګان غړی دی. 1016538