د el-balad د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د آزادۍ او عدالت ګوند يو مشر او د مصر د پارليمان د بهرنيو اړيكو د كمیټې رئيس عصام العريان وړمه شپه په قاهره كښې په يوه خبری ناسته كښې څرګنده كړه: ((وطن په خطر كښې دے)) شعار د مصر د انتخاباتو د دوئمې دورې سره سمون خوری ځكه چې د مصر د څنګته كړې شوی ډيكټاټور حسنی مبارك د رژيم د بيا ژوندی كولو لپاره هلې ځلې روانې دی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: هیڅكله به اجازه ورنكړو چې د مبارك رژيم يوځل بيا حكومت ته ورسی او وخت په بيرته لاړ شی او د هغو كسانو لاسونه به پرې كړو كوم چې د داشان اهدافو په لټه كښې دی.
عصام العريان څرګنده كړه: د انتخاباتو د راتلونكې مرحلې د مسؤليت دروندوالے د ټولو ډلو په اوږو دے او مونږ غواړو چې ټول يوځاېې د مصر په پارليمان او حكومت كښې ونډه ولرو.
د رارسيدلو رپورټونو له مخې: د مصر د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوئمه دروه به د روانې غبرګولی د مياشتې په ٢٧ او ٢٨ نیټه ترسره شی. 1016403