د اصوات العراق خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د ملی امنيت د عالی شوری منشی سعيدجليلی په بغداد كښې د خپلو مذاكراتو د ختميدو نه پس، په كربلا كښې د حضرت امام حسين عليه السلام او په نجف اشرف كښې د اميرالمؤمنين حضرت امام علی عليه السلام د پاكو حرمونو زيارت ته لاړ او له زيارت كولو نه پس ئې د آيت الله العظمی سيستانی سره ليدنه او خبرې اترې وكړې.
جليلی همداراز د آيت الله العظمی سيدسعيدحكيم، آيت الله العظمی شيخ محمداسحاق فياض او آيت الله العظمی بشری نجفی سره هم ملاقات وكړ او د سيمې د حالاتو او د روانو تحولاتو او بدلولونو په باب ئې بحث او د نظر تبادله وكړه.
جليلی په دغو ملاقاتونو كښې د سيمه ايزو حالاتو او د ايران او عراق د اړيكو په هكله يو رپورټ وړاندې كړ او د علاقې وړ موضوعاتو په اړوند ئې خبرې اترې وكړې.
د ايران د ملی امنيت د عالی شوری منشی همداراز د آيت الله العظمی سيستانی د زوی حجت الاسلام والمسلمين حاج سيدمحمدرضا سره هم وليدل.
1016422