IQNA

د اسرائيلی رژيم په مقابل كښې مقاومت د سيمې د راتلونكی امنيت ضمانت وركوی

21:21 - May 28, 2012
د خبر لمبر: 2335448
سياسی او اجتماعی ډله: په سېراليون كښې د لبنان سفير د قدس شريف په غاصب رژيم باندې د حزب الله د كاميابۍ اړخونو ته په اشارې سره وويل: د اسرائيلی غاصب رژيم په مقابل كښې مقاومت د سيمې د راتلونكی امنيت ضمانت وركوی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې په سېراليون كښې مېشته د لبنانيانو د ټولنې لخوا د لبنان د جنوب د ازادولو د كليزې جشن د په فری ټاؤن كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د سفير او د كلتوری مركز د مشر او همدارنګ د لبنان د سفير او مېشته ايرانيانو په ګډون سره ونمانځلے شو.
د دغه جشن په مراسمو كښې د قران شريف له تلاوت نه پس په سيراليون كښې د لبنان د سفير په خپله وېنا كښې د قدس شريف په غاصب رژيم باندې د حز ب الله د كاميابۍ اړخونو ته په اشارې سره د صهيونېسټ رژيم د نيواكګرۍ په مقابل كښې د مقاومت په دوام باندې پخلے وكړ او وې ويل: د غاصبانو په وړاندې مقاومت د لبنان او سيمې د راتلونكی امنيت ضمانت وركوی.
په دوام كښې په سيراليون كښې د مېشته لبنانيانو يو مشهور دينی عالم هم د دې په بيانولو سره چې د لبنان حزب الله د اسرائيلو د دروغو دبدبه ماته كړه وويل: د لبنان له پولو څخه د اسرائيلو په شاتګ د حزب الله د پائېدارۍ او ټينګې اودرېدنې په دليل د سترو قدرتونو د استعماری طرحو دوام ناكامه كړ.
د ويلو ده چې د صهيونېسټ رژيم په مقابل كښې د ساز باز نۀ منلو په موضوع سره د امام خمينی (رح) د انقلاب د معظم رهبر، د امام موسی صدر (رح) ، سيد عباس موسوی (رح) او سيد حسن نصرالله د وېناوو د برخو خپرول، د د مقاومت د غورځنګ په باره كښې د انقلابی ترانو او شعرونو خپرول د لبنان د جنوب د ازادۍ د كليزې د جشن له نورو برخو څخه وو چې د تېرې جمعې په ورځ د غبرګولی د مياشتې په پينځمه نېټه د فری ټاون د امام باړې د غونډو هپ هال كښې وشو.
1017520
captcha