د «PRNewsWire»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: نظيره الخليلی پرون ووئيل: هغه لايحه چې په دې وروستيو كښې د امريكې د كينزاس ولايت د والی سم براونبك له خوا لاس ليك شوه، په دغه ولايت كښې په عدالتونو كښې د د مسلمانانو لپاره د اسلامی قوانيونو د اجرا د ممانعت لپاره تنظيمه شوې ده.
دې ټينګار وكړ چې دغه لايحه په څرګنده توګه تعصب لرونكې او غيرقانونی ده او دغه شان متعصبانه اقدامات پكار دی په امريكا كښې د مختلفو دينونو د منونكو له خوا رد شی.
د اسلامی او امريكائی روابطو شوری همداراز اعلان وكړ چې دا شان لايحې او طرحې د هغو كسانو له خوا مطرح او عملی كیږی چې غواړی امريكائی مسلمانان انزوا ته راكاږی او له اسلام څخه يو خراب انځور وړاندې كړی.
له دې نه مخكښې دغې شوری د يوې بيانیې په صادرولو سره د كينزاس له والی غوښتی وو چې دغه له تبعيضه ډكه لايحه وټو كړی خو دۀ د تيرې جمعې په ورځ دغه لايحه لاس ليك كړه چې د مسلمانانو د مخالفتونو سره مخامخ شو.
په دغه لايحه كښې په ډاګه وئيل شوی دی چې د كينزاس ولايت په عدالتونو يا محكمو كښې به يوازې د دغه هيواد قوانين اجرا كیږی او د نورو قضائی نظامونو قوانين به نه اعمالیږی.1017688