د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مصر چاپ ((اليوم السابع)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: د مصر د چاپ او بسته بندۍ د صنائعو د مركز د اداری شورا د له احمد الطيب ، شېخ الازهر سره په كتنه د قران شريف د چاپ او نشر د نوی قانون د څېړنې لپاره د دغه مركز په دريو غړيو، د مصر د خپرندويه اتحادیې په دريو غړيو او د قران شريف د چاپخانو په دريو تنو مسئولينو باندې مشتمل د يو پلاوی له تشكيلولو سره خپل موافقت اعلان وكړ.
په دغه كتنه كښې د قران شريف د چاپ او نشر نوے قانون چې پكښې د قران شريف د تحريف او بې له اجازې نه د وحی د كلام د چاپ د عاملانو د سزا زياته شوې ده، چېړنه او جاجونه وشی.
د مصر د چاپ او بسته بندۍ د صنائعو مركز تاكيد وكړ: په دغه غونډه كښې به د ((تحريف)) د كلمې د يو كامل او مشخص تعريف په وړاندې كولو او همدارنګ له اشتباۀ نه بغېر د قرانونو د وړاندې كولو په هدف سره د قران چاپخانو ته د لازمی اسانتياو په وړاندې كولو باندې تاكيد وشی.
1016945