د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: هندی شركتونه او توليدونكی دې ټكی ته په پام سره چې حلال صنعت په نړيواله سطحه د ترقۍ او پراختيا په لور روان دے، د هيواد په دننه او بهر كښې د ميليونونو مسلمانو مصرفونكو د پام د جلبولو او د موقعيت د ترلاسه كولو په موخه، حلال محصولات توليدول غواړی.
د هندوستان د حلال سرټيفيكیټ د آژانس اجرائی مدير «محمد جنا»(Mohamed Jinna) په دې هكله څرګنده كړه: د حلال خوراكی موادو او روغتيائی محصولاتو د توليد لپاره په تيره بيا د سنګاپور او ملائيشيا په شان هيوادونو او د مينځنی ختیځ په سيمه كښې د غوښتنې او تقاضې په زياتيدو سره هندوستانی شركتونه كوې شی دغه صنعت ته په مخه كولو سره په راتلونكو لسو كالو كښې د خپل هيواد د صادراتی محصولاتو اندازه ٢٠٠ ميليارډ ډالرو ته ورسوی.
د وئيلو ده چې نن سبا په هندوستان كښې له ١٦٠ ميليونو نه زيات مسلمانان ژوند تيروی او دغه هيواد د انډونيشيا او پاكستان نه پس د مسلمانانو زياتو نفوسو ته په پام سره د نړۍ د دريم ستر هيواد په توګه ګڼل كیږی. 1017114