IQNA

 د پاکستان او سعودي مشرانو د ایران او امریکا د مذاکراتو پرمختګ حیاتي وباله

6:26 - June 20, 2026
د خبر لمبر: 3492935
  د پاکستان لومړي وزیر او د سعودي عربستان ولیعهد د ایران او امریکا ترمینځ د مذاکراتو په راتلونکو پړاوونو کې پرمختګ «حیاتي او ډېر مهم» وباله.

د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، چې د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر د عامه اړیکو له څانګې څخه خپور شوی، شهباز شریف پرون ناوخته د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ټلیفوني خبرې وکړې. دا اړیکه په داسې حال کې ټينګه شوې  چې ټاکل شوې ده د پاکستان، عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو څلور اړخیزه غونډه په قاهره کې جوړه شي.

د پاکستان د لومړي وزیر د ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي چې شهباز شریف د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان له هڅو څخه د سعودي عربستان د دوامدار ملاتړ او د بحران پر مهال د دغه هېواد له هوښیار سیاست څخه مننه وکړه.

محمد بن سلمان هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د «اسلام‌آباد د تفاهم‌لیک» د بریالي لاسلیک له امله د پاکستان لومړي وزیر او د پوځ قوماندان ته مبارکي ورکړه.

دواړو لورو موافقه وکړه چې اوس تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو راتلونکی پړاو په بریالیتوب سره پر مخ ولاړ شي او پاتې اختلافات د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

د مذاکراتو د بهیر د ګډوډولو پر ضد خبرداری

د پاکستان او سعودي عربستان مشرانو ټینګار وکړ چې باید د هر هغه اقدام پر وړاندې هوښیار واوسي چې د مذاکراتو د بهیر د ګډوډولو لپاره ترسره کېږي.

  د ۲۰۲۶ کال د جون په  ۱۵مه پاکستان، چې د اصلي منځګړي رول ئې درلود، د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د توافق خبر ورکړ.

بالاخره  په  جون ۱۸   د اسلام‌آباد تفاهم‌لیک د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له خواپه ډيجیټلي بڼه لاسلیک شو

د دغه تفاهم‌لیک له مخې، د لبنان پشمول په ټولو جبهو کې،  جنګ او پوځي عملیات پای ته رسېدلي او د ایران پر ضد سمندري محاصره هم په بشپړه توګه ختمه شوې ده.

ځینې پوځي شنونکي باور لري چې امریکا د ایران د وسله‌والو ځواکونو د پریکنده او ناڅاپي ځوابونو له امله مذاکراتو ته کښېناسته، او دا ئې وښوده چې هېڅ تېری به بې له دردناک او پښېمانه کوونکي ځواب څخه پاتې نه شي.

https://www.irna.ir/news/86187332/

captcha