د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان د څانګې د رپورټ له مخې: د دغه سازمان قائم مقام منصوراعتصامی پرون د ((اسلام او د انجيلی پروټسټانو عيسائيت) په نامه د دينی غونډو د لړۍ په (( د بيت المقدس په وړاندې د مسلمانانو او عيسايانو ګډ مسؤليت)) نومې غونډه كښې چې د دغه سازمان په ودانۍ كښې ترسره شو، ووئيل: نن سبا بشريت د الهی ښار د ارمان د پوره كيدو لپاره خپل فطرت ته ستنيدو ته اړمن دے.
دوی د دغه ستنيدو يوه لازمه د انسانی ګډ فطرت د لاژور درك په موخه د دينونو ترمينځ خبرې اترې وبللې او څرګنده ئې كړه: د ايران اسلامی جمهوريت د دينونو په تيره بيا د اسلام او مسيحيت په مشتركاتو باندې ځانګړے ټينګار لری او د دغو اشتراكاتو يو مظهر د مظلومانو په تيره بيا د بيت المقدس په ټاټوبی كښې د مسلمانو، عيسايانو او يهودی ځوريدلو خلكو د دفاع په زمينه كښې د مسئوليت منل بولی. 1018350