د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی ارتباطاتو او كلتور د سازمان د څانګې د رپورټ له مخې: د نړۍ د اديانو د تحقيق د مركز رئيس عبدالرحيم ګواهی پرون د ((اسلام او د انجيلی پروټسټانو عيسائيت) په نامه د دينی غونډو د لړۍ په (( د بيت المقدس په وړاندې د مسلمانانو او عيسايانو ګډ مسؤليت)) نومې غونډه كښې په رسميت د اسلام په پيژندلو كښې صداقت د دينی خبرواترو اساسی شرط وباله او څرګنده ئې كړه: كه چيرې د ځينو غربی مسيحيانو په شان حضرت محمد مصطفی (ص) د خدای پيغمبر او اسلام الهی دين و نه بولو نو دينی خبرې اترې بې معنې دی او پكار دی چې په هغو باندې د عيسائې دين دارانو او د بې دينو مسلمانانو ترمينځ د خبرو اترو نوم كیښودے شی.
همداراز د مينځنی ختیځ د انجيلی كليساګانو د انجمن عمومی منشی روز اينجلا جارجور هم په يو لړ ويناؤ كښې د مسلمانانو سره په تيره بيا د بيت المقدس د مسئلې په هكله خبرواترو ته د دغه تنظم په ډيرې علاقې او مينې باندې په ټينګار سره ووئيل: په دغه ښار كښې د عيسايانو كليساګانې د صهيونسټی رژيم له خوا تردباؤ او فشار لاندې دی او مونږ غواړو چې د دغو همفكريو له لارې د اسرائيلو د غاصب رژيم له دباؤنو څخه په بيت المقدس كښې د بيلابيلو دينونو د منونكو د ويستلو په لړ كښې يوه ګډه حل لاره بيامومو. 1018422