IQNA

په وحدت باندې د امام خمينی (رح) پرله پسې ټينګار، د اسلامی بيدارۍ د تحقق د خنډونو د ختمولو لپاره وو

16:03 - May 29, 2012
د خبر لمبر: 2337143
سياسی ډله: د اسلامی مؤتلفه ګوند بين المللی مرستيال تفرقه د امام خمينی (رح) له نظره د اسلامی بيدارۍ په مخكښې يو خنډ وباله او وئې وئيل: د مستكبرانو او د اسلام د مخالفانو سره د مقابلې په موخه وحدت ته د هغوی بيابيا بلنه، د همدې واقعيت له امله وه.
د اسلامی مؤتلفې ګوند د بين المللی چارو مرستيال حميدرضاترقی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د اسلامی بيدارۍ په هكله د انقلاب د ستر بنسټ ایښودونكی د تفكر په هكله څرګنده كړه: هغه څۀ چې د ارواښاد امام (رح) له بياناتو څخه څرګندیږی، د ولسونو بيداريدل يو نه انكاريدونكے ضرورت دے.
دۀ زياته كړه: د امام كوشش دا وو چې اسلامی ولسونه او د نړۍ مستضعفان او كمزوران په ځان باندې باور كولو ته ورسوی او په هغو كښې په ځان باندې دا باور رامينځته كړی چې نه يواځې د لويدیځ او ختیځ د قدرتونو له ګواښونو څخه ويره ونلری بلكې په خدای پاك باندې په اعتماد او د اسلام په قدرت باندې په توكل سره پاڅون وكړی او له اسلامی هيوادونو څخه د جنايتكارانو او مستبدانو لاس لنډ كړی.
د سياسی مسائلو دغه كارپوه د امام خمينی له نظره د اسلامی بيدارۍ مؤلفو ته په اشارې سره ووئيل: د امام په ويناؤ كښې د اسلامی بيدارۍ وړومبنۍ مؤلفه دا ده چې ټول مسلمانان د استكبار په وړاندې پاڅون وكړی او يو بل ته د ورورۍ او ملګرتيا لاسونه وركړی، كه چيرې د اسلامی ټولنو ټول علما او پوهان او د مسلمانانو ټولې پرګنې پاڅون وكړی نو په قطعی توګه به مستبدان او ظالمان نابود شی.
حميدرضاترقی زياته كړه: دې ټكی ته په پام سره چې د اسلامی انقلاب په ښكارندې سره په نړۍ كښې د اسلام نفوذ پراختيا مومی او د نړۍ خورو سلطه به له مينځه لاړه شی، امام خمينی (رح) تاكيد درلود چې راتلونكے وخت د اسلام دے او استكباری قدرتونه به د اسلام سره د مقابلې توان ونه لری. 1018292

captcha