د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د خبرونو او اطلاعاتو د لوئې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: اسلامی ايران د خارجه وزارت وياندوی رامين مهمانپرست په (الحوله) سيمه كښې د سورئې د يوشمير خلكو د وژلې په غبرګون كښې څرګنده كړه: په حوله سيمه كښې د سورئې د يوشمير خلكو وژل كيدل د اسلامی امت د احساساتو او بيدار ضمير د ځوريدو سبب شول.
دغه اقدام چې په سوريه كښې د بې ثباتۍ او ګډوډۍ د رامينځته كولو په موخه ترسره شوے دے، هڅه كوی چې سوله ايزې حل لارې ته درسيدو لاره بنده كړی.
د ايران اسلامی جمهوريت د دغه شكمن اقدام د غندلو په ترڅ كښې د دغې پیښې د عاملينو په پيژندل كيدو او نيول كيدو باندې ټينګار كوی او اطمينان لری چې بهرنۍ لاسوهنې، ترهګرانه اقدامات او هغه مشكوك كارونه چې د سورئې خلك هدف ګرځوی، په ماتې باندې محكوم دی. 1018417