د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د arabic.rt د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: دغه تنظيم د سعودی عرب له چارواكو څخه وغوښتل چې هغه شيعه قېديان چې د دغه هېواد د شيعه مېشته سيمې يعنې المنطقه الشرقيه سيمې په پرامنه مظاهرو كښې د ګډون په دليل نيول شوی دی او همدارنګ هغه كسان چې بې له مشخصه توره په حوالاتونو كښې پراتۀ دی ازاد كړی.
په دغه رپوټ كښې چې ((په منطقه الشرقيه كښې د مخالفانو د غږ ځپل)) تر عنوان لاندې خپور شو راغلی دی په سلګونو تنه چې يو شمېر یې ماشومان دی د ٢٠١١ كال له مارچ څخ د سعودی په بند كښې بندی شوی دی.
د عفوې نړيوال تنظيم همدارنګ آل سعود د قېديانو په شكنجه كولو او له هغوی سره په بد سلوك باندې تورن كړ او وې ويل: په سعودی عرب كښې د پرائيوېټ او سركاری ادارو ملازمان د خپلو اعتقاداتو د بيانولو په صورت كښې له ادارو څخه وېستل كیږی.
د المنطقه الشرقيه پېښې د ٢٠١١ كال په فرورۍ كښې د شيعه زائرينوپه نسبت د وهابی پوليسو له سپكاوی او په مدينه كښې له هغوی سره له نښتو وروسته شروع شوې.
د سعودی دد المنطقه الشرقيه د شيعه مسلمانانو په خلاف تشدد د بحرېن د خلقو د پرامن پاڅون د ځپلو لپاره بحرېن ته د سپر جزيره ځواكونو په چوكاټ كښې د سعودی عرب د غاصبو ځواكونو له لېږلو نه پس زيات شو.
1018489