IQNA

د مصر انقلابيانو د احمدشفيق انتخاباتی كمیټی وسوزوله

20:56 - May 29, 2012
د خبر لمبر: 2337241
بين المللی ډله: د مصر انقلابيانو د جمهوری رياست د انتخاباتو په نتايجو او دوئمې دورې ته د مبارك د رژيم د وختو وزيراعظم په رسيدو باندې په اعتراض كښې پرون د احمدشفيق په انتخاباتی كمیټې باندې حمله وكړه.
د «afriquinfos»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د قاهرې په زرهاؤ تنه خلك پرون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وړومبی دور د انتخاباتو د رسمی نتايجو له اعلانيدو او دوئمې دورې ته د احمدشفيق د رسيدو نه وروسته په تحرير نومی چوك كښې په اعتراضی توګه راغونډ شول.
د مصر يوشمير قهريدلو ځوانانو او د اخوان المسليمن پلويانو بیګا د شپې تقريبا ١١:٣٠ بجې له التحرير چوك نه د مصر د څنګته كړې شوی ډيكټاټور حسنی مبارك د وختو د وزيراعظم د انتخاباتی كمیټې په لور حركت وكړ او په هغه څه باندې په اعتراض كښې چې په انتخاباتو كښې ئې درغلی او ټګی بولی، د احمدشفيق دفتر وسوزوۀ.
ټاكل شوې ده چې احمدشفيق به په راروانه جون مياشت كښې د انتخاباتو په دويم دور كښې د اخوان المسلمين د كانديد محمدمرسی سره سيالی او مقابله وكړی. 1019344

captcha