IQNA

د نړيوالو او دوديزو دينونو د مشرانو څلورمه كنګره په قزاقستان كښې ترسره كیږی

20:56 - May 29, 2012
د خبر لمبر: 2337244
بين المللی ډله: د (سوله او موافقه، د انسان انتخاب) په عنوان سره (د نړيوالو او دوديزو دينونو د مشرانو) څلورمه كنګره د روانې غبرګولی د مياشتې په ١٠ او ١١ نیټه د آيت الله تسخيری په ګډون سره د قزاقستان په پلازمينه آستانه ښار كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی مذهبونو د نژديكت د نړيوالې ټولنې عمومی منشی آيت الله تسخيری په دغه غونډه كښې په ګډون سره د (مسلمانې ښځې وضعيت او د هغې ټولنيز رول) په هكله وينا كوی او له دې نه علاوه به د ايران د اسلامی جمهوريت يو پلاوے د دغې كنګرې د دارلانشاء په غونډه كښې فعال شتون ولری.
پايدارې پراختيا ته په رسيدو كښې د دينی مشرانو رول، دين او ګڼ كلتورتوب، دين او ښځې، معنوی ارزښتونه او د نن سبا لانجې او دين او ځوانان د (نړيوالو او دوديزو دينونو مشران) نومې څلورمې كنګرې د غونډو موضوعګانې دی.
د وئيلو ده چې دغه كنګره د قزاقستان د سناجرګې له خوا د دوو ورځو په موده په پلازمينه آستانه كښې ترسره كیږی.
1019577

captcha