IQNA

د ايشيا د مسلمانانو كليز كانفرنس په تائلينډ كښې ترسره شو

20:56 - May 29, 2012
د خبر لمبر: 2337245
د علم او پوهې ډله: د ايشيا د مسلمانانو كليزه غونډه پرون د تائلينډ په پلازمينه بينكاك ښار په (چولالانكورن) نومی پوهنتون كښې ترسره شوه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه كانفرنس كښې حاضرو دينی كارپوهانو او انديشمندانو په ايشيا كښې د مسلمانو ټولنو ظرفيتونه يا وړتياوې ، قوت او كمزوری ټكی وڅیړل.
د مسلمانو پوهانو او استاذانو له خوا د ايشيا د مسلمانانو د وضعيت په هكله د مقالو وړاندې كول او (د تائلينډ په مسلمانې ټولنې باندې د ايشيا د مسلمانو ټولنو اغيزه) په عنوان سره د يو ګول ميز كانفرنس ترسره كيدل د دغه سيمينار له نورو پروګرامونو څخه وو.
د ايشيا د مسلمانانو كلنۍ غونډه د تايلينډ د اسلامی بانك، د چولالانكورن پوهنتون په شان د يو شمير مركزونو او د دغه هيواد د ځينو مهمو دولتی او غير دولتی مركزونو په ملاتړ او همكارۍ سره ترسره شوه.
همداراز د دغه سيمينار ترسره كونكو مسئولانو يادونه وكړه چې باورې دی يوه ورځ به د دغه هيواد مسلمانه ټولنه وكړې شی د ايشيا د مسلمانانو د وحدت او يووالی سبب شی. 1019717


captcha