د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «riadagestan» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: په دغه سيمينار كښې چې درې ورځې جاری ؤ د ټولې اسلامی نړۍ مفكرانو، عالمانو او د روس مسلمانو دينی مشرانو د جهاد، اسلامی شريعت او اسلامی حكومت په اړه د غلطو نظرياتو څېړنه وكړه.
له ايران، بحرېن، عراق، مصر، لبنان، افغانستان، تركیې ، البانیې، سوئزرلېنډ، قرقېزستان، ازبكستان، مراكش، قطر، اردن، تيونس، سعودی عربستان او له نورو هېوادونو څخه په سلګونو مسلمانو عالمانو، كارپېژاندو او اسلام شناسو په دغه سيمينار كښې ګډون وكړ.
د دغه سيمينارپه اخېر كښې هم د دينی شعارونو په سيوری كښې د افراطی والی او شدت پسندۍ په غېر مشروع والی كښې په دغه غونډه كښې د حاضرو يو شمېر علماؤ په فتوو باندې مشتمله يوه بيانيه ولوستلې شوه.
دغه فتوا د روس او د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره له دې امله اهميت لورنكې ده چې د اسلامی اصل يعنې ((اجماع)) د مختلفو هېوادونو د مسلمانو علماؤ د رايو په اتفاق سره له مخې جاری شوه.
1019767