IQNA

د تمتع حج ته داغستانی محصيلين ویړيا لېږل كیږی

23:09 - May 30, 2012
د خبر لمبر: 2338039
سياسی او اجتماعی ډله: د داغستان جمهوريت د مسلمانو په چارو باندې د غور دينی ادارې د اطلاع رسونې كمېټۍ د غبرګولی د مياشتې په اومه نېټه اعلان وكړ: د سليمان كريم اف خېريه صندوق د تمتع حج د تلو مينه وال محصيلين دغه معنوی سفر ته ویړيا لیږی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې دغې كمېټۍ د دې خبر په اعلانولو سره زياته كړه، سږ كال د ملی اقتصادو د پوهنځی د محصيلينو د تمتع د حج قرعه اندازی د پوهنځايونو د مشرانو او مرستيالانو او د ملی اقتصادو د پوهنځی د محصيلينو په شتونه سره په ماخاچ قلعه ښار كښې وشوه چې غوره شوی پينځۀ تنه محصيلين سږ كال په دغه معنوی سفر باندې ویړيا لېږل كیږی.
حج ته د زائرانو د ویړيا لېږلو د مقرراتو له مخې د سليمان كريم اف خېريه صندوق له هغو ٤٨ محصيلينو څخه چې مخكښې حج ته نۀ دی لاړ او دغه مقدس ټاټوبی ته د سفر مالی امكانات نۀ لری د قرعه اندازۍ له لارې پينځه تنه د غوره شويو كسانو په توګه اعلان كړل.
1019170
captcha