IQNA

د حلالو محصولاتو په توليد كښې د تائيلېنډ او برونائی د همكاريو پراختيا

23:08 - May 30, 2012
د خبر لمبر: 2338041
سياسی او اجتماعی ډله: د حلالو محصولاتو د توليدوپه زمينه كښې د تائيلېنډ او برونائی هېوادونو همكارۍ پرون د غبرګولی د مياشتې په نهمه نېټه د تائيلېنډ په پائېتخت ېنكاك ښار كښې په يوې غونډه كښې وڅېړلې شوې.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ ( اېشياء د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې د برونائی د حلال مركز نمائندګانو د تائيلېنډ د حلالو تحقيقاتو له مركز څخه د كتنې په ترڅ كښې د حلالو محصولاتو د توليد په زمينه كښې د همكاريو د پراختيا او د برونائی تحقيقاتی مركزته د دغه مركز د تجربو د انتقالولو په باره كښې د دغه تحقيقاتی مركز له مسئولانو سره بحث او خبرې اترې وكړې.
د تائيلېنډ تحقيقاتی مركز چې د بنكاك ښار په چولالانكورن پوهنتون كښې شتون لری په دې چاره كښې يو پرختللے مركز دے او د كال زيات مقدار حلال محصولات له هېواد څخه بهر ته لېږی.
1019722

captcha