IQNA

ماسكو، د (مدنی ټولنه، د مينځنی ختیځ اسلامی هيوادونه) نومی كانفرنس كوربه

22:52 - May 30, 2012
د خبر لمبر: 2338075
سياسی او ټولنيزه ډله: د مينځنی ختیځ په اسلامی هيوادونو كښې ماډرن حكومت، مدنی ټولنه او ځائی ټولنې په نامه كانفرنس د روان كال په منی كښې د روسی فیډريشن په پلازمينه ماسكو ښار كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس د مينځنی ختیځ د هيوادونو د مطالعاتو د مركز او د روسیې د علومو د فرهنګستان د ختیځ پيژاندې مؤسسې په نوښت او همت او د ايران، تركیې، افغانستان او پاكستان او د مينځنی ختیځ د نورو هيوادونو د معاصرو دينی او ملی ارزښتونو، مدنی ټولنې او د دولت او نظامونو د تحليل او ارزيابۍ په موخه ترسره كیږی.
په اسلامی هيوادونو كښې د ماډرن دولت ځانګړتياوې، د دولت په آئیډيالوجۍ كښې د اسلام رول، د اسلام د سياسی ځواكونو موقعيت، ډيموكراسی، اسلام او علما، روحانيت او سياست، د پوځ او امنيتی ځواكونو سياسی رول، د دولت او ټولنې ترمينځ د تعامل مشكلات او داسې نور موارد د نوموړی كانفرنس له اصلی موضوعاتو او چورليزونو څخه اعلان شوی دی.
د وئيلو ده چې دغه كانفرنس د روان كال د لړم يا عقرب د مياشتې په ٢٢ پيلیږی او د همدغې مياشتې تر ٢٤ نیټې پورې به دوام ولری. 1019633


captcha