IQNA

د اسلام آباد په پوهنتون كښې د اسلامی هنر نندارتون ترسره شو

22:52 - May 30, 2012
د خبر لمبر: 2338077
بين المللی ډله: د اسلامی خوشخطۍ او ډيزائننګ د آثارو يو نندارتون پرون د اسلام آباد په بين المللی پوهنتون كښې ترسره شو.
د «Pakistan Today»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، دغه نندارتون د اسلام آباد د نړيوال اسلامی پوهنتون د اسلامی هنر او معمارۍ د ډلې د ميرمنو د برخې په همت جوړ شو.
په دغه نندارتون كښې د مسلمانو زنانه محصلينو د اسلامی طرحۍ يا ډيزائننګ، نقاشۍ او خوشخطۍ په زمينه كښې څه باندې ٨٠ هنری آثار نندارې ته وړاندې شول.
د اسلام آباد د اسلامی بين المللی پوهنتون د ټولنيزو علومو د كالج رئيس اين، بی جومانی اعلان وكړ: خوشخطی د اسلامی فرهنګ او تمدن يو ډير مهم عنصر دے.
دوی همداراز په دغه نندارتون كښې د ګډون كونكو هنرمندو ميرمنو له ګډون قدرونه وكړه او د اسلامی هنر او معمارۍ د موقعيت په لوړاوی كښې ئې د داشان برنامو ترسره كول اغيزمن وبلل. 1020315

captcha