د بحرين چاپ «الوسط» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د قدس مفتی شيخ محمدحسين څرګنده كړه: د قبه الصخره سره نژدې د اسرائيلو د بيرغ لګيدل د مسجدالاقصی د ګواښونكو خطراتو د زياتيدو بيانونكی دی او د اسلامی امت مشرانو او مسلمان ولسونو ته پكار دې چې د قدس شريف او د مسجدالاقصې د نجات او ژغورنې لپاره فعالانه كوششونه ترسره كړی.
د قدس د اوقافو مدير شيخ عزام الخطيب هم په دې هكله اعلان وكړ چې ګڼ شمير اسرائيلی سرتيرو او د دغه رژيم د پوځ ځانګړو يونټونو وړمه ورځ د اسرائيلو د رژيم بيرغ د قبه الصخره مخې ته ولګوه.
شيخ عزام الخطيب دغه اقدام هڅونكے او خطرناك وباله او زياته ئې كړه: له ١٨٠ نه زيات اسرائيلی سرتيری او د دغه رژيم د پوځ د ځانګړو يونټونه د قبه الصخره انګڼ ته ننوتل او په يو نژادپال اقدام كښې ئې د اسرائيلو بيرغ د دغه پاك حرم مخې ته په رپا كړ. 1019404