IQNA

17:26 - May 31, 2012
د خبر لمبر: 2338355

حضرت امام خمينی (رح) به سياسی انقلاب د اسلامی وحدت د تحقق لپاره يوه سريزه بلله

بين المللی ډله: امام خمينی (رح) د اسلامی امت ترمينځ د وحدت او يوزړۀ توب د رامينځته كولو لپاره پرته له دې بله لار نه ليدله چې په يو قدرتمن آغاز سره په ايران كښې اسلامی نظام جوړ كړی او په حقيقت كښې دوی سياسی انقلاب د اسلامی وحدت د عملی كيدو له پاره يوه سريزه بلله.

مصری محقق او ليكوال حسن عبد ربه المصری د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) لپاره په خپل تخصصی يادداشت كښې په اسلامی امت كښې د وحدت د رامينځته كولو لپاره د ايران د اسلامی جمهوريت د بنسټ ایښودونكی د سياسی سټراټيجۍ څیړنه كړې ده چې د هغې ځينې برخې داسې دی.
لكه څنګه چې د امام خمينی (رح) د انديشې او افكارو له څیړلو څخه ترلاسه كیږی، سياسی انقلاب د هرډول اسلامی وحدت د عملی كيدو لپاره يوه لازمه سريزه ده او كه چيرې د انقلاب نتيجه د موجودې وضعې د بدلون په توګه په نظر كښې ونيسو نو كوې شو هغه د آسمانی دينونو نازليدو ته ورته وبولو ځكه چې الهی دينونو به هم د موجود وضعيت پرخلاف د يو انقلاب د رامينځته كولو او د خدای پاك د وضع كړو معيارونو مطـابق د يوې نوې فضا د رامينځته كولو هدف تعقيبوۀ.
د اسلام مبين دين البته هغه شان چې حضرت محمدمصطفی (ص) د هغه ستنې ټينګې ښخې كړې ترټولو بشپړ او كامل، مستحكم او ټرټولو ژور آسمانی دين دے، په دې وجه د امام خمينی (رح) اسلامی انقلاب ترټولو كامل، مستحكم او مضبوط او ترټولو ژور انقلاب بللے شو چې وئې كړې شول د انسانيت ارزښت او اړخ راژوندے كړی.
ارواښاد امام د داسې وارمخكښو فرضونو په اساس اعتقاد درلود چې عقل او د اسلام شريعت په مونږ باندې واجبه كړې ده چې حكومتونه په خپل حال پرې نږدو او كه چيرې د اسلامی اصولو مطابق عمل ونه كړی نو پكار دی په ټول توان سره د هغو په وړاندې ودریږو. 1019057

captcha