د ايران د جامعه المصطفی (ص) د لوړو زده كړو د كمپلكس د مشهد د څانګې د قرآن او حديث او د فرهنګی او تربيتی څانګې رئيس مجتبی مهاجر د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د مشهد د څانګې سره په مركه كښې په دې بيان سره چې د ايران د جامعه المصطفی (ص) د لوړو زده كړو د كمپلكس د مشهد د څانګې د قرآن او حديث د ډله ايزو مقابلو د وړومبۍ دورې اختتاميه مراسم نن يعنې د غبرګولی دمياشتې په ١١نیټه د شهيدانو په فاؤنډيشن او د ايثارګرانو په چارو كښې د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د نماينده حجتالاسلام والمسلمين رحيميان په شتون سره ترسره كیږی، ووئيل: د ايران د جامعه المصطفی (ص) د لوړو زده كړو د كمپلكس د مشهد د څانګې د قرآن او حديث او فرهنګی او تربيتی ادارې، د غيرايرانی طلابو د قرآن او حديث د ډله ايزو مقابلو وړومبۍ دوره له افغانستان، آذربايجان، هندوستان، پاكستان، عراق او د افريقائی هيوادونو د ٨، شپیږكسيزو ډلو په شتون سره د تيرې غوئی د مياشتې په ٣١ نیټه ترسره كړه.
دوی په پائې كښې يادونه وكړه چې د پائې په مراسمو كښې به د دغو مقابلو د وړومبۍ دورې غوره او ګټونكی كسان معرفی شی او ورڅخه به قدرونه وشی. 1020626